برخه -څانګه : accidents, Migration, news, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, 23 نوامبر , 2026 لنډ لینک :

د AfD مشر د ۲.۶ میلیونه بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو غوښتنه وکړه

پرچم جرمنی در کنار بنای تاریخی با گنبد شیشه‌ای

د آلمان لپاره د بدیل ګوند مشر ټینو کروپالا غوښتنه کړې چې ۲.۶ میلیونه کډوال، د افغانانو په ګډون، له آلمان څخه بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.


د آلمان لپاره د بدیل ګوند مشر د ۲.۶ میلیونه کډوالو د بېرته ستنولو غوښتنه وکړه

د افراطي ښي‌اړخي ګوند، د آلمان لپاره د بدیل (AfD)، ګډ مشر ټینو کروپالا په یوه نوې غوښتنه کې د لږ تر لږه ۲.۶ میلیونه بهرنیو وګړو د آلمان د پرېښودو غوښتنه کړې ده. هغه ویلي، که په اوکراین، سوریه او افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شي، ټول پناه غوښتونکي باید خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

نوموړي دا څرګندونې پرون د جرمني د «بیلد» ورځپاڼې له پوډکاسټ سره په مرکه کې کړې دي. کروپالا زیاته کړې چې د استوګنې قانوني شرایط نه‌پوره‌کوونکي کسان، او همدارنګه له اوکراین، سوریې او افغانستان څخه راغلي پناه غوښتونکي او کډوال، باید د امنیتي کړکېچونو په کمېدو سره له آلمان څخه ووځي.

له آلمان څخه د افغانانو پر ایستلو ټینګار

د دې سیاستوال توند دریځ داسې مهال څرګندېږي چې د آلمان فدرالي حکومت هم په تېرو څو میاشتو کې د پناه غوښتونکو په اړه سخت سیاستونه خپل کړي دي. د وږي په میاشت کې ۱۳ افغانان په یوه ځانګړې چارټر الوتنه کې کابل ته ولېږدول شول. د آلمان د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په برلین کې د اوسني حکومت له واک ته رسېدو راهیسې ۲۶۳ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د آلمان چارواکي ادعا کوي چې نږدې ټولو دغو کسانو جرمي مخینه لرله. خو د بشري حقونو بنسټونو او د پناه غوښتونکو ملاتړ کوونکو سازمانونو د ایستلو بهیر په کلکه غندلی او بېرته ستنول داسې هېواد ته چې د بشري حقونو له کړکېچ او د قانوني جوړښت له نشتوالي سره مخ دی، د نړیوالو ژمنو خلاف بللي دي.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است