برخه -څانګه : news, politics, sport -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, 23 نوامبر , 2026 لنډ لینک :

افغان تکواندوکارانو په سوېلي اسیا کې اووه مډالونه وګټل

یو تکواندوکار د تمرین یا سیالۍ پر مهال لاس چمتو نیولی دی

د افغانستان د تکواندو لوبډلې د سوېلي اسیا د اتلولیو په اتم پړاو کې د دوو سرو زرو، څلورو سپینو زرو او یوې برونزو په ګډون اووه مډالونه وګټل. سیالۍ په نیپال کې ترسره شوې.


افغان لوبغاړو د تکواندو په سیالیو کې اووه رنګه مډالونه وګټل

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د دوشنبې په ورځ، د قوس په دویمه، اعلان وکړ چې د تکواندو د ITF سبک د سوېلي اسیا د اتلولیو د اتم پړاو په پای کې افغان لوبغاړو اووه مډالونه ترلاسه کړل. په دې مډالونو کې دوه د سرو زرو، څلور د سپینو زرو او یو د برونزو مډال شامل دي.

سیالۍ د ۲۰۲۶ کال د نومبر له ۲۰مې تر ۲۲مې د نیپال په پلازمېنه کټمنډو کې ترسره شوې. د افغانستان درې واړه استازي بریالي شول چې مډالونه وګټي. سمیر رحماني د یوه د سرو زرو، یوه د سپینو زرو او یوه د برونزو مډال په ګټلو د لوبډلې له مخکښو لوبغاړو و. عزیز محمد قادري د سرو زرو او سپینو زرو یو یو مډال وګاټه، او علي‌اکبر رضايي دوه د سپینو زرو مډالونه ترلاسه کړل؛ په دې توګه د افغان لوبډلې د مډالونو شمېر اوو ته ورسېد.

له محدود شمېر لوبغاړو سره د پام وړ لاسته راوړنه

د هېواد د ورزش مسوولانو وویل، افغانستان په دغو سیالیو کې له درېیو لوبغاړو او د پلاوي له یوه غړي سره ګډون کړی و. د دومره محدود پلاوي له خوا د اوو مډالونو ګټل د پام وړ پایله ده او د افغان لوبغاړو لوړ استعداد څرګندوي. دغو سیالیو لوبغاړو ته په نړیوال ډګر کې د خپلو وړتیاوو د ښودلو ښه فرصت برابر کړ.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است