برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۸ دی , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

په ایټالیا کې د افغانستان پخواني سفیر په ایټالیا کې د طالبانو له معرفي شوي سفیر سره نښته کړې

آریانانیوز: په ايټاليا کې د افغانستان سفارت په يوه خبرپاڼه کې په ايټاليا کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د معرفي شوي سفير او د پخواني حکومت د سفير تر منځ د شخړې په اړه څرګندونې کړې دي.


سفارت لیکلي چې په ایټالیا کې د افغانستان د سفارت پخوانی کارکوونکی محمد فهیم کشاف چې د طالبانو له خوا په ایټالیا کې سفیر ټاکل شوی دي، له اجازې پرته سفارت ته ننوت او د پخواني حکومت له سفیر سره یې نښته وکړه.

د افغانستان سفارت دغه برید یو غیر قانوني عمل بللی او ویلي یې دي چې سفیر ته زیان نه دی رسېدلی.

ویل کېږي چې تر اوسه یوازې په پاکستان کې د افغانستان سفارت د طالبانو په واک کې دی او نورو هېوادونو دغې ډلې ته د افغانستان سفارتونه نه دي ورکړي.

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي