برخه -څانګه : accidents, news, politics, security, social
د خپرولو وخت : دوشنبه, 16 نوامبر , 2026 لنډ لینک :
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د ایکو په غونډه کې ټینګار وکړ چې په سیمه کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د افغانستان امنیت اړین دی.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په اسلاماباد کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په ۳۰مه غونډه کې ټینګار وکړ چې د افغانستان له خاورې د ګاونډیو هېوادونو د امنیتي اندېښنو د لرې کولو لپاره باید ګامونه واخیستل شي. هغه وویل، د سیمې د ټولو هېوادونو لپاره د یوه باثباته او سولهییز افغانستان شتون ځانګړی اهمیت لري.
ډار په غونډه کې متقابل باور او نړیوالو ژمنو ته درناوی د سیمهییزو اړیکو د پراختیا مهم شرطونه وبلل. هغه خبرداری ورکړ چې ناحل شوې اختلافات د اقتصادي ودې او ترانزیټي همکاریو پر وړاندې خنډ جوړولای شي.
دا نیوکې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان د غونډې کوربه هېواد په توګه د طالبانو استازو ته بلنه نه ده ورکړې. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د غونډې تر پیل مخکې تایید کړې وه چې د کابل پلاوی به پکې ګډون ونه کړي.
کابل د اسلاماباد دې پرېکړې ته غبرګون ښودلی او هغه یې «خام خیال» بللی دی. کابل همداراز ټینګار کړی چې اقتصادي او ترانزیټي همکاري باید له سیاسي ستونزو جلا وساتل شي. د افغانستان د استازو په نه شتون کې د ډار امنیتي غوښتنې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د بېباورۍ او اختلاف ژورتیا څرګندوي او ښيي چې اقتصادي پروژې له امنیتي مسایلو سره نږدې تړاو لري.