برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۳ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبانو ۱۳ زنداني عسکر خوشي کړي

طالبانو په هلمند کې د ورسره زنداني عسکرو له ډلې ۱۳ تنه خوشي کړي دي.


طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي، دغه زندانیان يې د اختر د رارسېدو په مناسبت خوشي کړي دي.
هغه رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د خوشي کړل شویو زندانیانو لنډ شهرت هم لېږلی دی.
د خبرپاڼې له مخې دې عسکرو ژمنه کړې چې بیا به د طالبانو پر ضد جګړه نه کوي او خپلو پخوانیو دندو ته به نه ور ګرځي.
«یادو بندویانو ژمنه وکړه چې نور به د دښمن لیکوته نه ورځي، اوس په حقائقو پوه شوي دي، دوی غولیدلي وو او نور غواړي خپلو کورونیوته لاړ شي او نور د هغوی د غم او خفګان سبب ونه ګرځي.»
طالب مشر خپلو سرتېرو ته د اختر په دریو ورځو کې د اوربند په تړاو هم امر کړی، چې هغه ورسره زندانیان دې خوشي کړي چې بیا د خپل ولس پر ضد د وسلې اخیستو نیت نه لري.
په خپاره شوي حکم کې داهم ویل شوي و، چې د نورو زندانیانو لپاره اسانتیاوې او له کورنیو سره دې يې د ملاقات زمینه مساعده کړي.
د طالبانو له لوري د دې اقدام پراخ هرکلی شوی او افغان ولس پر حکومت هم غږ کړی، چې ورته ګامونه دې پورته کړي او اختر کې د اوربند په مناسبت دې ځینې طالب زندانیان خوشي کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي