برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ مرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

سیګار: د افغانستان مرکزي بانک د طالبانو په امر چلیږي

سیګار اعلان وکړ چې د افغانستان مرکزي بانک په خپلو فعالیتونو کې قانوني نیمګړتیاوې لري.


دا خبره په افغانستان کې د امریکا د مفتش دفتر کانګرس ته په یوه راپور کې کړې ده ارزونې ښيي چې د افغانستان مرکزي بانک له طالبانو خپلواک نه دی او په بانکي چارو کې نیمګړتیاوې لري.

د سیګار په وینا دا د یوې مالي ادارې موندنې دي چې امریکا د افغانستان د مرکزي بانک د ارزونې لپاره ګمارلی و.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش کانګرس ته په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې د دې ادارې د ارزونې له مخې د افغانستان د مرکزي بانک اداره له ستونزو سره مخامخ شوې ده.

د مرکزي بانک د خپلواکۍ په اړه، دا راپور د هغو دریو طالب چارواکو په اړه چې د دې بانک مشر دي او د امریکا او ملګرو ملتونو د بندیزونو په لیست کې دي، اشاره کوي.

د امریکا متحدو ایالاتو د سویس په بانک کې د بندو بهرنیو اسعارو زیرمو ته د افغانستان د مرکزي بانک د ۳.۵ میلیارده ډالرو د لاسرسي په اړه موافقه نه ده کړې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي