برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۵ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د حکومتی ځوآکونوپه ډزو یوه ميرمن و وژل شوه

آریانانیوز: دراپورونوله مخی چې تيره ورځ د ميدان وردګ ولايت سيداباد ولسوالۍ کې د امنيتي ځوواکونو له پوستو څخه د سيمې په يو بازار مرمۍ لګېدلې ده چې په نتيجه کيې يې ياده ميرمن لومړۍ ټپي شوه او څو شيبې وروسته يې خپل ژوند له لاسه ورکړ
د سيمې اوسېدونکي وايي چې ياده ميرمن په بازار کې خپل کور ته د اړتيا وړ توکو د پېردولو لپاره تللې وه چې دا پيښه رامنځته شوه
د وژل شوې ميرمن خاوند هم چې د سيمې يو غريب سړی دی له ډېرې مودې راهيسې له رنځورتيا کړيږي د ميدان وردګ ولايتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د امنيتي ځواکونو له لوري د ملکي وګړو په کورونو د سپکو او درنو وسلو مرمۍ توغول شوي دي چې ملکي خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي