برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د بهرنيو ځواکونو په قرارګاه سرتيری بريد

آریانانیوز: د ميدان وردګ ولایت په مرکز ميدان ښار کې د بهرنيو ځواکونو په يوه لويه قرارګاه سرتيری بريد شوې چې له امله يې ګڼ نظامي عسکر او د بيز کارکوونکي مړه او ټپیان شوي دي.


د ميدان وردګ امنيه قومندانۍ وياند حکمت الله دراني رسنيو ته ويلي دي چې دغه چاودنه نن سهار په ميدان ښار کې د بهرنيو ځواکونو د بيز مخې ته هغه مهال رامنځته شوه چې د بيز کارکوونکي بيز ته د ننوتو په حال کې وو.
هغه وويل چې په دغه پيښه کې د لومړنيو معلوماتو له مخې پنځه تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي او ښايي د تلفاتو شمير نور هم زيات شی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پيښې مسؤليت منلی او ويلي يې دي چې په ميدانښار کې په يوه لويه او مهمه قرارګاه سرتيری بريد شوی دی چې په نتیجه کې يې لسګونه افسران او عسکر او وسايط له منځه تللي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي