برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۶ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبانو د ميدان وردګو ولایت سيداباد ولسوالۍ ونيوله

آریانانیوز: تېره شپه د ميدان وردګو ولايت سيدا اباد ولسوالۍ له څو ساعته جګړې وروسته د حکومت له واکه وتلې او د دفاعي پوستو سربېره يې ټول تاسيسات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.


د سيداباد يوه اوسېدونکي نن ټکی اسيا ته ويلي، چې ولسوالۍ په بشپړ ډول سقوط شوې، د ولسوالۍ مرکز، امنيه قومندانۍ، د امنیت رياست او نور تاسيسات د طالبانو په لاس کې دي.
د طالبانو سيمه ييزو سرچينو هم د پېښې پخلی کړی او زياتوي، چې د ولسوالۍ ګڼ شمېر رينجرې، ټانکان او ډېرې سپکې او درنې وسلې يې نيولي دي.
تر اوسه دا نه ده روښانه، چې په دغه پېښه کې دولتي عسکرو او يا هم طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې که نه، خو سرچينه وايي، چې په پېښه کې دوه طالبان ټپيان دي.
د ميدان وردګو ولايت او همدارنګه طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

شریک یي کړئ!