برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دګډو ځواکونو لخوا دجومات نړول

آریانانیوز: دځایی سرچینوپه رپوت د ملکي وګړو په کورونو د ګډو ځواکونو د بريدونو او شپنيزو عملياتو په دوام دا ځل بيا په ميدان وردګ ولايت کې ګډو ځواکونو د ملکي وګړو په کورونو چاپې وهلي چې په نتيجه کې يې يو جومات نړولی او د ولسي خلکو کورونه يې زيانمن کړي دي
راپورونه وايي چې ګډو ځواکونو تېره شپه د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ اړوند خوات درې په کولک، مانګي، فقیری او علیشنګ سیمو کې ګډو ځواکونو د ملکي خلکو په کورونو چاپې ووهلې چې په نتيجه کې يې يو جومات نړولی او د خلکو کورونه يې ويجاړ کړي دي
له سيمې څخه د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې ګډو ځواکونو د جومات د بشپړ نړولو سربېره د ګڼو خلکو کورونو دروازې هم ماتې کړي دي او مالونه يې لوټ کړي دي
په دې چاپه که څه هم چاته د سر زيان نه دی اوښتی خو دوه ملکي وګړي ګډو ځواکونو له ځان سره وړي دي
د ميدان وردګ ولایتي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي
بايد وويل شي چې په دې ورستيو کې د ګډو ځواکونو له لوري د ملکي وګړو په کورونو چاپې او هوايي بريدونه تر بل هر وخت زيات شوي دي چې په نتيجه کې يې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array