برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه په هوايي بريد کې ووژل شول

آریانانیوز: د ميدان وردګ ولايت په نرخ ولسوالۍ کې يو ځل بيا د ولسي وګړو په کورونو چاپو او هوايي بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.


راپورونه وايي چې د میدان وردګ ولايت د نرخ ولسوالۍ په صدمردي دره کې وړمه شپه چاپه پيل شوې وه چې ۲۴ ساعته يې دوام وکړ او تيره شپه پای ته ورسېده چې په نتيجه کې يې د سيمې د يو تن ديني عالم او بل ولسي وګړي کورونه بمبار کړي
دي او د ښځو او ماشومان په ګډون يې اته تنه ولسي وګړي وژلي دي.
له سيمې څخه د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې د وړمې شپې په اوږده چاپه کې چې شاوخوا ۲۴ ساعته يې دوام کړی دی تيره شپه دوه بجې پای ته رسېدلې ده چې د سيمې د يو ديني عالم او د جومات ملاامام (مولوي عبدالواحد) او د خان محمد په نامه د يو بل ولسي وګړي کورونه په کې په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.
د خان محمد په نامه د سيمې د اوسېدونکي په کور هوايي بريد کې نوموړی خپله، د هغه ورور او د هغه د کور درې ماشومان او درې مېرمنې وژل شوي دي او دوه نورې ميرمنې ټپيانې دي.
له سيمې څخه يوې سرچينې ويلي دي چې د سيمې خلکو د مړو جسدونه له ځان سره اخيستي دي او د ولايت مقام ته د اعتراض په توګه روان دي.
د يادونې وړ ده چې تيره شپه د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې هم د ولسي وګړو په کورونو هوايي بريدونو کې ولسي وګړي په نښه شوي دي چې نن يې په جنازو هم د خوږياڼو ولسوالۍ له مرکز څخه توغنديز بريدونه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تيره شپه د غزني ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې هم د ګډو ځواکونو له لوري د ولسي وګړو په کوورنو هوايي بريدونو او چاپو کې ګڼو ولسي وګړو ته ځاني او مالي زيان اوښتی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي