برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۳ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ملکيان او ښوونکي د سپر په توګه کارول

آریانانیوز: دولتي عسکر د چاپو او عملياتو پر مهال ملکي خلک او د ښوونځيو استادان د سپر په توګه کاروی
د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دولتي عسکر د شپنيزو چاپو پر مهال د ښوونځيو ښوونکي او محصلين د سپر په توګه کاروي او هېڅوک يې شکايت نه اوري
د چک ولسوالۍ لالاخېلو کلي اوسېدونکي او د حضرت عمر فاروق ليسې ښوونکي محمد حام بها پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، چې دولتي عسکر د ده په شمول يو شمېر نور سپين ږيري ښوونکي، چې د شپې لاره هم نه ويني، په چاپو او عملياتو کې له ځان سره بيايي او د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي
حامد بها وايي، دولتي عسکر د ښوونکو سربېره د سيمې سپين ږيري، بزګران او نور خلک په عملياتو کې د سپر په توګه کاروي
د حامد بها په وينا کله، چې دوی عسکرو او قومندان ته شکايت کړی، نو هغه ورته ويلي، چې دا کار دوی د لوړپوړو چارواکو په امر کوي او هېڅ ډول شکايت نه اوري
معلم حامد بها د سيمې د خلکو په استازيتوب پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، چې حکومت دې د عملياتو پر مهال د ملکيانو له سپر ګرځولو څخه ډډه وکړي او د ولس او حکومت ترمنځ شته واټن نور زيات نه کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي