برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د عامه خلکو د وژلواوقتل عام د دوام په اړه سخت غبرګونونه

آریانانیوز: د ميدان وردګو ولايت د ولايتي شورا غړيو او مشرانو خبردارے ورکړ، که دکابل حکومت دبهرنيو ځواکونو لخوا د عامه افغانانو د قتل عام د دوام مخنيوے ونه کړي نو له حکومت سره د ارتباط په پرې کولو سره به د مخالفو وسله والو ځواکونو په صف کښې شامل شي.



د ميدان وردګو د ولايتي شوار مشر وويل، د دغه ولايت خلق د امريکائي فوځيانو د شپې د عملياتو او د عامه خلقو د وژلې د دوام زغم نور نه لري او افغان حکومت پکار دي په دغه هېواد کښې د بهرنيو ځواکونو مرګوني عمليات اودروي.
همدارنګ د افغانستان د مشرانو جرګې هم د دغه هېواد له حکومته وغوښتل چې زر تر زره دې د بهرنيو ځواکونو لخوا د عامه افغانانو قتل عام بند کړي.
د مشرانو جرګې غړيو تاکيد وکړ چې د امريکې ځواکونه په خپلو د شپې په عملياتو کښې د وسله والو مخالفينو او ترهه ګرو په ځاے په عامه خلقو حملې کوي.
په تقريباً تېرو اتلسو کلونو کښې په افغانستان کښې د مريکائي او نېټو ځواکونو په لاسو د عامه خلقو د قتل عام بهير په دغه هېواد کښې د لويديځو قوتونو له کردار څخه د افغان ولس د کرکې او نفرت ترټولو مهمه وجه ده چې د افغانانو د احتجاج او حتی د نړيوالو غبرګونونو باوجود هيڅکله د عامه خلقو قتل عام نه دے بند کړے شوے او هم هغه شان دوام لري.
د افغانستان د خلقو د وژلې دوام په تېره بيا له ۲۰۱۴ کال نه وروسته چې په دغه هېواد کښې د بهرنيو ځواکونو فوځي او جنګي ماموريت ختم شوے دے د دغه هېواد د خلقو، سياسي او قومي ډلو او چارواکو د سخت قهر سبب شوے دے.
د حکومت له وسله والو ځواکونو سره د يوځاے کېدو په اړه د امريکائي ځواکونو لخوا د عامه خلقو د قتل عام دوام ته د ميدان وردګو ولايت د ولايتي شورا د غړيو او مشرانو غور رابرسيره کونکے غبرګون په دغه هېواد کښې د امريکې له خپل سرو او مرګوني اقداماتو سره د افغان حکومت د جدي چلند نه کولو په باره کښې ترټولو نوے خبردارے دے.
د وړومبي ځل لپاره د ي چې د افغانستان په يو ولايت کښې سياسي او قومي نفوذ لرونکو شخصيتونو خبردارے ورکړے دے چې د امريکائي ترهه ګرو ځواکونو لخوا د عامه خلقو د قتل عام په بندولو کښې د دغه هېواد د حکومت په موقع او جدي اقدام نه کولو په صورت کښې به د کابل د حکومت د مخالفينو په صف کښې شامل شي.
دغه خبردارے د دې ښودنه کوي چې هغوي د خلقو د منتخب شويو په مقام کښې په افغانستان کښې د عامه خلقو د قتل عام په بندولو کښې د دغه هېواد د حکومت کمزورۍ سخت په قهر کړي دي او کېدې شي هغوي د داسې يو مقصد د پوره کېدو لپاره د بهرنيو ځواکونو په خلاف يولړ اقدامات وکړي چې د شکل او ماهيت له لحاظه به دافغان حکومت د وسله والو د اقداماتو په شان وي.
د مېدان وردګو ولايت د نفوذ لرونکو چارواکو لخوا داسې خبرداري په ورکولو سره دا اندېښنه شته چې د يو ګډ هدف په توګه د امنيت په ټينګولو کښې د خلقو او د افغانستان د وسله والو ځواکونو ترمېنځ يو ډول بېلتون رامنځته شي چې دا مسئله له ناامنۍ سره په مقابله کښې د ملي کارنده توب په زياتولو کښې ډېر منفي تاثير لرلې شي.
همدارنګ دا احتمال شته چې د افغان حکومت له وسله والومخالفينو سره د مېدان وردګو ولايت د نفوذ لرونکو شخصيتونو يوځاے کېدل به هغوي له بهرنيو ځواکونو سره د ښکېلېدو حالاتو ته داخل کړي چې دا مسئله په دغه هېواد کښې د جنګي ماموريت په ختمولو کښې د خپلې ژمنې د خلاف ورزۍ او د خپل سرو اقداماتو د زياتولو لپاره د بهرنيو ځواکونود بهانه لټونې يو نوې فضاء په رامنځته کولو باندې تاثير کولې شي.

شریک یي کړئ!