برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۳ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امریکا د ځانګړو ځواکونو یوغړی

آریانانیوز: پنټاګان وايي، د امریکا د ځانګړو ځواکونو یو تن سرتیری ریمونډرېرګل، وروسته تر هغه د سختو ټپونو له امله ومړ، چې څو ورځي وړاندي د افغانستان په لودیځ ولایت هلمند کې په یوه چاودنه کې زخمي شوی و.


که څه هم طالبان او ځیني سیمه ایزي سرچینې د ډېرو بهرنیو سرتیرو د مرګ ژوبلي خبرونه ورکوي، خو د امریکایی چارواکو د مالوماتو پرآساس دا په روان کال کې پنځم یا شپږم امریکایي عسکر دی چې په افغانستان کې وژل کېږي.
د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو تلفات له 2014م کال وروسته، له دې امله راټیټ شوي چې هغوی خپل شمېر کم کړی او پاتی یې خپلو بیسونو ته ورټول شوي او د جګړې بار یې ټول د افغان ځواکونو پراوږو ور اچولی دی.
سره له دې چې په افغانستان کې جګړه دوی را پيل کړې، خو اوس یې ځان له جګړې شاته کړی، او د مرګ خولې ته یې یوازي افغان ځواکونه پري ایښي دي.
چې له امله یې د افغان ځواکونو تلفات په دې وروستیو وختونو کې په بې ساري ډول زیات شوي دي. امریکایی ورځپاڼې نیویارک ټایمز د وړمې ورځي په ګڼه کې ولیکل، چې په 72 ساعتونو کې د افغانستان په یو شمېر ولایاتو کې څه باندي 200 افغان سرتيري وژل شوي دي.
په داسي حال کې چې د غزني د تیرو څلورو ورځو په جګړه کې د دفاع او داخله وزیرانو په وینا 70 پولیس او د 100 په شاوخوا کې د ملي اردو ، کمانډو او نظم خاص ځواکونه وژل شوي،
همدارنګه په اجرستان کې د 100 کمانډویانو د لادرکه کیدو، چې په هغو کې د پنځوسو شاوخوا د وژل کیدو خبره دفاع وزیر تأیید کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي