برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د اربکيانو يوه قرارګاه نيول

آریانانیوز: د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې د زابل ولايت د شاه جوی ولسوالۍ د بازار اړوند د قومندان تور په نامه د اربکيانو د يو قومندان قرار ګاه يې نيولې ده او په بشپړه توګه يې په خپله ولکه کې اخيستې ده
احمدي وايي چې په قرار ګاه کې ميشت ټول اربکيان له سيمې څخه تښتېدلي دي
Qari Yousuf Ahmadi
@QariYousufAhma1
#الفتح
دزابل ولایت دشاجوی ولسوالۍ په بازارکې دتور قومندان سرای چې داربکیانو قرارګاه پکښې وه نن سهار ترې اربکیان وتښتیدل
قومندان تور چې په ياده قراره ګاه کې تر ډېره وخته له يو شمير اربکيانو سره ميشت و د سيمې خلکو يې له ظلمونو څخه شکايت درلود
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې طالبانو په دولتي تاسيساتو بريدونه زيات کړي دي چې له امله يې ګڼې پوستې او سيمې نيولي دي.
د زابل دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي