برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۹ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني د هېواد د شمال ختیځ او جنوب ختیځ د برېښنا سیستم د کار د پرمختګ راپور واورېد

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر په یوه ناسته کې د هېواد د شمال ختیځ او جنوب ختیځ د برېښنا سیستم د کار د پرمختګ راپور واورېد.


په دې غونډه کې چې د غوڅ ملاتړ سیستیکا او د امریکا متحدو ایالتونو پرمختیایي ادارې ټیمونو هم حضور درلود، د افغانستان برېښنا شرکت لوی رئیس امان الله غالب د برېښنا سکتور په استازیتوب یاد راپور وړاندې کړ.

هغه زیاته کړه د شمال ختیځ سیستم د برېښنا لېږدلین له ارغندي نه تر پل علم، له پل علم نه تر ګردېز د برېښنا لېږد لین او له چاریکارو تر نجراب پورې د برېښنا لېږد لین بشپړ او دافغانستان لورې ته سپارل شوی دی.

امان الله غالب وویل، د ګردېز سب سټیشن له برېښنا سره وصل او د ګلبهار سب سټیشن د برېښنا نښلولو ته چمتو دی.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس د برېښنا د سویل ختیځ سیستم د کاري پرمختګ په اړه هم معلومات ورکړل وې ویل، د هلمند ولایت د سنګین شمالي جنکشن څخه تر دراني جنکشن پورې د برېښنالېږد لین تسلیمي په نږدې راتلونکي کې زمان بندي شوی. هغه دغه راز د برېښنا رسولو د دې سیستمونو پر وړاندې د شته خنډونو په اړه هم معلومات وړاندې کړل.

جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته د افغانستان برېښنا شرکت دهڅو او د غوڅ ملاتړ سیستیکا او د امریکا متحدو ایالتونو پرمختیایي ادارې له همکارې د مننې ترڅنګ د هغوی فعالیتونه مثبت وارزول او د یادو سیستمونو د بهیر د چټک بشپړولو په خاطر یې لازمې لارښوونې وکړې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي