برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۱ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني د خوست ولایت مشرانو او د قومي شوراګانو استازو سره وکتل

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسخوتن د خوست ولایت له یو شمېر مشرانو او د قومي شوراګانو له استازو سره وکتل.


په پیل کې رحمت ګل، محمد قیوم خان، ولي خان هیله مند، حاجي علي جان کوچي او ګلمرجان د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال جمهور رئیس ته هرکلی ووایه او په بېلابېلو برخو کې یې د هغه د لاسته راوړنو قدرداني او له دې امله ورڅخه مننه وکړه چې په سختو شرایطو کې یې د افغانستان نوی انځور نړۍ ته وړاندې کړ.

هغوی د جمهور رئیس د سولې د وړاندیز مننه وکړه او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ. یادو ویناوالوهمدارنګه د کوچیانو د مېشتېدنې او د ښوونځیو د ودانیو د ستونزو د حل ترڅنګ د سولې په برخه کې د دوی له تجربو او امکاناتو څخه د ګټه اخیستنې په اړه خپل خپل وړاندیزونه هم له جمهور رئیس سره شریک کړل.

جمهور رئیس غني د دوی د معلوماتو او څرګندونو له اورېدو وروسته له دې امله له هغوی څخه مننه وکړه چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې په وضاحت ورسره شریک کړل. هغه زیاته کړه، سوله د ولس غوښتنه ده او په دې برخه کې به موږ هدف او نتیجې ته ورسېږو.

جمهور رئیس د سولې په برخه کې د ولسونو رول مهم وباله او له همدې امله یې له هغوی څخه وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي او همدارنګه د لوی پکتیا مشران دې د لوی کندهار او د هېواد د نورو سیمو له مشرانو او ولسونو سره په ګډه هلې ځلې وکړي.

د هېواد جمهور رئیس د کلیو پراختیا وزیر ته لارښوونه وکړه چې د ولسي تړون پروګرام کې د کوچیانو د ستونزو حل ته د پاملرنې ترڅنګ د سرحدي ولسوالیو پروګرام کې د یادو سیمو خلکو ته د اساسي ستونزو حل ته پام وکړي.

محمد اشرف غني وویل، د کوچیانو د سراسري شورا په جوړېدو سره به د اساسي قانون مطابق د کوچیانو د مېشتېدنې او نورې اړوندې ستونزې په اساسي توګه حل شي. هغه په وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې که افغانان یاست، نو باید د نورو لپاره خپل وطن خراب او برباد نه کړئ.

شریک یي کړئ!