برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۶ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني د سلوانیا، برازیل، مراکش، نایجیریا او مکسیکو د نا استوګن سفیرانو باور لیکونه ومنل

د افغانستان داسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې وروسته د سلوانیا د نااستوګن سفیر ایګور جوکیک، د برازیل د نااستوګن سفیر کلودیو لینز، د مراکش د نااستوګن سفیر محمد کارموني، د نایجیریا د نااستوګن سفیر آشمیو ادیبایو او د مکسیکو د نااستوګن سفیر جوزي الفانسو باورلیکونه په جلا جلا تشریفاتي مراسمو کې ومنل.


د دغو سفیرانو د باورلیکونو د سپارلو په جلا جلا مراسمو کې چې د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شول د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي هم حضور درلود، جمهوررئیس غني او دغو سفیرانو د افغانستان او یادو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په لا پراختیا او د علاقې وړ موضوعاتو په سر بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني د سلوانیا، برازیل، مراکش، نایجیریا او مکسیکو نااستوګن سفیرانو ته د ښه راغلاست تر څنګ د افغانستان او د دغو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په لا پراختیا ټینګار وکړ او نوموړو سفیرانو ته یې په نويو دندو کې د بریالیتوب هیله وکړه.

د یادو هېوادونو نااستوګن سفیرانو ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د خپل ماموریت پر مهال له افغانستان سره د خپلو هېوادونو د اړیکو په پراختیا کې لا ډېرې هڅې وکړي.

شریک یي کړئ!