برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۱ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانانو زړونه

اول خو باید دا ووایم چې په دې اولس کلونو کې به چې هر اختر رانږدې کېدو نو اکثره لیکوالانو، ادیبانو، شاعرانو، به په دې اړه لیکل کول چې دلته غمونه دي اختره مه راځه، خو سږکال اختر ته هر لیکوال، هر ادیب، او هر شاعر، د اختر د هرکلی او ښه راغلاست لپاره لیکل کوي، او راتلو ته یې ورځې او شپې شماري،
دوهم به دا ووایم چې زما لیکنه دوه مشرانو ته ده، شیخ هبة الله ته، او ډاګټر غني ته ، او له تاسو لوستونکو نه هېله کوم چې زما لیکنه دواړو مشرانو ته ورسوئ!
د افغانانو زړونه چا وګټل !
زه په دې اړه ویلی شم چې شیخ هبة الله اخوندزاده صيب! د افغانانو زړونه تا وګټل، هغه ځکه چې ته یو څو قدمه له ډاکټر غنی نه وړاندې لاړی تا نه یواځې د غنی په شان د اوربند اعلان او پرېکړه وکړه، بلکې تا د اوربند په شمول پنځه پرېکړی نورې هم وکړی، د افغان دولت هر نظامي کارمند په ډاډه زړه کولای شي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سېمو ته ازاد سفر وکړی، د نظامي بندیانو خلاصون، زموږ جکړه صرف او صرف له امریکایانو سره ده او هدف مو هم امریکایان دي، د اشغال په ختمېدو موږ هر وخت بې غیر له کوم قید او شرط څخه خبرو او سولې ته ژمن او لېولتیا لرو،
یعنې ته له غني څلور قدمه وړاندې لاړې
شیخ صیب! ستا پر پرېکړو باندې که څوک پوه شي نو ستا ټولې پرېکړې سولې ته یو نېک او ښکلی اقدام او ښه زېری دی.
ولس مشره ! زما په اند چې اکثره افغانان دا هم غواړي چې ته هم لږ یو څو قدمه وړاندې لاړ شي،
ولس مشره ! دا خبره ستا لپاره د یادونې وړ بولم، که مو حافظه او ذهن لږ کار وکړي کله چې ته د امریکا له خوانه د افغان ولس لپاره جمهور رئيس و ټاکل شوې د اخترونو او د نورو رخصتیو په مناسبتونو کې دي د بندي طالبانو نوم له عفوې څخه لرې کړو، او کله چې شیخ هبة الله د طالبانو مشر وټاکل شو هغه ستا عکس العمل وکړو، که پرې پوهه شي دا ستا لپاره ستره سیاسی ماته ده،
ولس مشره ! ولس اوس له تانه څخه هم د طالبانو د ورته اقدام انتظار شیبې شماري ،
ولس مشره ! که چېرې افغان دولت هم د طالب په شان مستقل او ازاد وی نو خپل اسقلالیت دې د طالب په شان ثابت کړه، ته هم د طالبانو بندیان د څرخی پله او د باګرام زندان او ورته نورو زندانو نو څخه ازاد کړه لکه څنګه چې طالب ازاد کړل، تر څو دواړو طرفونو ته د سولې او باور زمینه لا نوره هم ښه برابره شي.

ولس مشره ! ته هم باید د شیخ هبة الله په شان د افغانانو زړونو کې لږ ځای پیدا کړي، ته هم باید د یو افغان په صفت لږ د خپلو مظلومو افغانانو په حال ورحمېږه او نظر پرې وکړه،
شیخ صیب ! ستا له دې خوږې پريکړې نه به هغه له کلونو راهيسې د حکومت هغه بندی کارمند به د خوښيو او د خوشحالیو نه په جامو کې نه ځایېږي،
نه یواځي کارمند بلکې د هغه ټوله کورنۍ به د خوښیو او خوشحالیو نه په جامو کې نه ځایېږي،
شیخ صیب ! ستا پریکړې دا ثابته کړه چې طالب یو مهربان او رحم دله ځواک دی، او په دې خوږې پریکړې سره عامو افغانانو ستا او ستا له ځواک سره بې ساري مينې او محبت اظهار ثابت کړو، او په دې کې اوس شک او شبه نه ده پاتې چې طالب دې دومره سخت زړی وي لکه څومره چې یې نړیوالو ته په ګوته کړی وه،
شیخ صیب ! ستا د پرېکړی قیمت هیڅ مشر او هیڅ امیر نه شي پوره کولای، ستا دپرېکړو قیمت صرف هغو کسانو ته نه بلکې موږ ته هم معلوم شو کومې پرېکړي دې چې د چا لپاره کړي دي،
د زړونو امیره ! بیا هم وایم چې د افغانانو زړونه تا وګټل او بیا به یې هم ته ګټې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي