برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۸ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

تیرکال په هیوادکی ۵۰۹بهرنيو ځواګونو ته مرګ ژوبله اوښتې

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی طالبانو په تير يو کال کې په هیواد کې د وژل شويو بهرنيو او داخلي عسکرو د ځاني تلفاتو راپور خپور کړی دی چې له مخې يې په تير يو کال کې ۵۰۹ بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي له لوري په خپاره شوي تفصيلي راپور کې راغلي دي چې د د وی د دقيقو او کره معلوماتو له مخې تير کال د طالبانو له لوري په بهرنيو او داخلي عسکرو ټول (۱۲۸۴۱) لوی او واړه بريدونه شوي دي چې ۳۲ يې سرتيري بريدونه وو
راپور زياتوي چې د تير يو کال په ټولوبريدونه کې (۳۶۳) امريکايي او نور بهرني عسکر وژل شوي دي او ۱۴۶ تنه بهرني عسکر ټپيان شوي دي، د راپور د معلوماتو له مخې ددې سربيره په تير يو کال کې زرګونه داخلي، عسکرو، پوليسو او اربکيانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده
همدا راز په راپور کې راغلي چې د بهرنیو او داخلي عسکرو بيلابيل ډوله ۲۳ الوتکې هم طالبانو رانسکورې کړي دي او همدا راز ۴۳۵۳ عرادې بيلابيل ټانګونه، رينجر او نور نظامي وسايط ويجاړ شوي دي
طالبانو همدا راز ويلي دي چې د دعوت ارشاد کميسيون په هڅو او بلنه په تير يو کال کې ۹۷۳۷ عسکر او پوليس هم له خپلو دندو لاس په سر شوي دي او له طالبانو سره يو ځای شوي دي چې څه باندې اووه سوه ميله سپکه او درنه وسله يې هم له ځان سره طالبانو ته وړې ده
طالبانو په دې راپور کې د ۵۶۸ داخلي قومندانانو نوملړ هم خپور کړی دی چې د افغانستان په بېلابيلو ولايتونو کې د طالبانو په بريدونو او بمي چاودنو کې وژل شوي دي
د بهرنيو او داخلي عسکرو د ځاني تلفاتو په اړه د طالبانو ددې راپور په اړه تر اوسه دولتي مسؤلينو څه نه دي ويلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي