په کابل کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د دوحې د څلورمې ناستې پر چمتووالي او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. ټاکل شوې دا ناسته د نړیوالې ټولنې او په کابل کې د واکمنو چارواکو ترمنځ د تعامل لپاره د یوه چوکاټ پر جوړولو بحث وکړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د دغه سازمان د مرستندوی پلاوي له مشرې رباب فاطمې سره د دوحې د څلورمې ناستې پر چمتووالي او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو د ناستې موخې او د جوړېدو پلانونه وڅېړل شول. رباب فاطمې د راتلونکې ناستې د اجنډا او د بېلابېلو هېوادونو د استازو د ګډون د کچې په اړه معلومات ورکړل او د دې غونډې د اغېزمنتیا د زیاتولو لپاره یې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نظرونه واورېدل.
نورالدین عزیزي په دې لیدنه کې وویل، وزارت یې د اقتصاد په برخه کې د ملګرو ملتونو له دفتر سره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی. د دوحې بهیر د ملګرو ملتونو په نوښت د نړیوالې ټولنې او په کابل کې د واکمنو چارواکو ترمنځ د منظم تعامل د یوه چوکاټ د رامنځته کولو په موخه پیل شوی دی.
په دې بهیر کې خبرې یوازې پر سیاسي او ډیپلوماتیکو موضوعاتو نه راڅرخي، بلکې د افغانستان اقتصادي او پراختیايي مسایل هم پکې شامل دي. په ۲۰۲۴ کال کې په دوحه کې د دې ناستې په درېیم پړاو کې د اقتصادي ستونزو د حل او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ځانګړو کاري چوکاټونو د جوړولو وړاندیز وشو.
په ناسته کې د خصوصي سکټور د ملاتړ او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه دوه ځانګړې کاري ډلې جوړې شوې. د خصوصي سکټور د ملاتړ کاري ډله د کارموندنې د فرصتونو پر برابرولو، د سوداګرۍ او نوښتونو پر پیاوړتیا، په اقتصادي فعالیتونو کې د ښځو پر ونډې، مالي سرچینو ته د لاسرسي پر اسانتیا، د بانکي نظام پر بیا رغونه او له سیمهییزو او نړیوالو بازارونو سره د افغانستان د اقتصاد پر نښلولو کار کوي.
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې د دوحې د څلورمې ناستې د کوربهتوب لپاره د چمتووالي خبر ورکړی و. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د سیاسي چارو او سولې په برخه کې، روزمري ډيکارلو، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د قطر له دایمي استازې عالیه احمد بن سیف آل ثاني سره هم لیدلي او د دوحې د تېرو ناستو له مثبتې فضا څخه یې د ګټې اخیستو پر اړتیا ټینګار کړی و.
د افغانستان په اړه د هېوادونو د ځانګړو استازو درېیمه ناسته د ۱۴۰۳ لمریز کال په سرطان میاشت کې د ملګرو ملتونو په کوربهتوب په قطر کې جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د ۲۲ هېوادونو او اتو نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و. د طالبانو پلاوي د ذبیحالله مجاهد په مشرۍ برخه اخیستې وه. د ښځو او د افغانستان د مدني ټولنې د استازو نهګډون د پراخو نیوکو لامل شو.
قطر چې له کلونو راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی، اوس هم د هغو ځینو لوېدیځو هېوادونو د سفارتونو کوربهتوب کوي چې له کابله لېږدول شوي دي. دغه هېواد د افغانستان په ډیپلوماسۍ کې یو له مهمو لوبغاړو ګڼل کېږي.