د بلخ د استخباراتو رییس رحمتالله نوراني، په یوې امنیتي غونډه کې د حقاني شبکې پر یوې څانګې سختې نیوکې وکړې او په مزارشریف کې یې د دې شبکې د غړو او امریکايي استخباراتي افسرانو د پټو لیدنو خبر ورکړ...
د بلخ د ولایت د استخباراتو رییس رحمتالله نوراني، د دې ولایت د امنیتي حوزو له مسوولانو سره د عقرب میاشتې په وروستیو کې تر یوې امنیتي غونډې وروسته، د کابل د واکمنې ډلې پر یوې برخې بېساري نیوکې وکړې. هغه د حقاني شبکې د ځینو غړو پر کړنو او دریځونو سخته ناخوښي وښوده او هغوی یې د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده پر وړاندې په بېقدري او بېوفایۍ تورن کړل. نوموړي خبرداری ورکړ چې د دوی دا چلند به ښه پایله ونه لري.
نوراني د خپلو ادعاوو په دوام وویل، د کره استخباراتي معلوماتو له مخې، د سراجالدین حقاني اړوند ځینو مهمو څېرو په مزارشریف کې له امریکايي استخباراتي کسانو سره پټې لیدنې کړې دي. د هغه په وینا، دغه بهرني افسران د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د کارکوونکو په جامه کې افغانستان ته راځي او د دواړو خواوو ترمنځ پټ پیغامونه لېږدوي.
د بلخ د استخباراتو رییس د خپلو څرګندونو په بله برخه کې د امنیتي ادارو د راپور ورکولو په لړۍ کې د جدي ستونزو یادونه وکړه. هغه وویل، د دغو پټو لیدنو په اړه ټول مستند راپورونه په منظم ډول په کابل کې د استخباراتو عمومي رییس مولوي عبدالحق وثیق ته استول شوي؛ خو نه یوازې هېڅ غبرګون نه دی ښودل شوی، بلکې دا مهم معلومات په کندهار کې د طالبانو مشر ته هم نه دي رسېدلي.
نوراني ټینګار وکړ چې په کابل کې د رسمي لارو د تړل کېدو له امله د بلخ امنیتي چارواکي اړ شوي چې د معلوماتو د بندیز د مخنیوي لپاره، د بلخ د والي مولوي محمد یوسف وفا له لارې حساس راپورونه په مستقیم ډول د طالبانو مشرتابه ته ورسوي.
دې لوړپوړي استخباراتي چارواکي د خپلو خبرو په پای کې د یوې پراخې سیاسي سناریو ادعا وکړه او ویې ویل چې د متحده ایالاتو استخباراتي ادارې د متحده عربي اماراتو په همکارۍ او ملاتړ هڅه کوي، څو د ملا هبتالله اخوندزاده پر ځای د سراجالدین حقاني د ټاکلو زمینه برابره کړي.
د هغه په باور، په ټولنیزو رسنیو کې د مولوي یوسف وفا پر ضد د بدنامولو کمپاین او د مالي فساد او له واکه د ناوړه ګټې اخیستنې تورونه هم د همدې پروژې برخه ده. نوموړی ادعا کوي چې دا کمپاین د حقاني شبکې اړوند کسان پر مخ وړي، څو د طالبانو د مشرتابه نږدې کسان د خلکو او د ډلې د غړو په ذهنونو کې بدنام کړي او د واک د جوړښت د بدلون پر وړاندې خنډونه لرې کړي.