برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۲ آذر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

په سعودي عربستان کې د عقیدتي بندیانو لپاره د اعدام سزا صادریدل

آریانانیوز: د سعودي قضايي نظام په دې وروستيو کې د عقیدتي بنديانو په وړاندې د خپلسري اعدام د حکمونو د صادرولو په لړ کې یو شمېر نیول شویو ځوانانو ته د مرګ سزاګانې اورولې دي.


قانوني سرچینو ویلي چې د محمد آل طحنون، مصطفی ابو شاهین او عبدالله غزوي د اعدام حکم صادر شوی دی او د زهیر ال صمخان، محمد ال مسبح او رضي الشایب په نومونو درې نور بندیان په ډله ایزه محاکمه کې د اعدام ګواښل شوي دي.

د دغو سرچینو په وینا، په دې توګه د سعودي د حکومت له خوا د اعدام شویو کسانو شمېر ۵۹ تنو ته رسېدلی او په ورته وخت کې ریاض د نړیوالو او بشري حقوقو غوښتنو ته بې تفاوته دی چې د اعدام د حکمونو د پلي کېدو پر وړاندې یې خبرداری ورکړی دی.

دا سزاګانې په داسې حال کې صادریږي چې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې د کمپاین په پیلولو سره د اعدام د سزا د سمدستي بندیدو غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي