ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګېدلو محدودیتونو ته په اشارې خبرداری ورکړی چې دا وضعیت د هېواد پر پرمختګ منفي اغېز کوي او له ۲.۵ میلیونو ډېرې نجونې یې له زدهکړو بېبرخې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو د دوام د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی. دغه دفتر ویلي، که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، افغانستان به په راتلونکي کې له ۲۵ زرو ډېرې ښځینه ښوونکې او روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي.
اوچا ټینګار کړی چې د ښځو د کار حق او د نجونو د زدهکړې حق باید یوه اساسي اړتیا وګڼل شي. له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز او په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار پراخ محدودیتونه، د هغوی کاري او ښوونیزو فرصتونو ته لاسرسی سخت محدود کړی دی.
د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې له ۲.۵ میلیونو ډېرې نجونې د دغو محدودیتونو له امله ښوونځیو ته نه شي تلای. دغه وضعیت د شخصي او ټولنیزو زیانونو ترڅنګ، د پوهنې او عامې روغتیا په برخو کې مهم بنسټونه هم د کمزوري کېدو له خطر سره مخ کړي دي.
نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو مدافعانو په وار وار د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتي چې یاد محدودیتونه لغوه کړي. ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو ویلي چې د دغو تګلارو دوام به د مسلکي کادرونو کمښت، د عامه خدمتونو د بحران پراخېدو او د هېواد د پرمختګ د فرصتونو له لاسه ورکولو لامل شي؛ خو تر اوسه په دې برخه کې د پام وړ بدلون نه دی لیدل شوی.