د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده د دې ډلې د کورنیو اختلافونو او مالي کړکېچ له زیاتېدو سره هممهاله د امنیتي کمېسیون غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې لوړپوړو چارواکو د امنیتي او مالي ستونزو په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده د دې ډلې د نازک مالي وضعیت او مخ پر زیاتېدو کورنیو اختلافونو په اړه د اندېښنو له پراخېدو وروسته د امنیتي کمېسیون غونډه جوړه کړه. په غونډه کې د حکومت سرپرست لوړپوړو چارواکو، د ملا محمدحسن اخند او ملا عبدالغني برادر په ګډون، د امنیتي او مالي وضعیت په اړه بحث وکړ.
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې په غونډه کې د امنیتي کمېسیون د تېرې ناستې د پرېکړو د عملي کېدو څرنګوالی وڅېړل شو او وړاندیز شوي پلانونه هم تایید شول. د هغه په وینا، د طالبانو مشر د جنګیالیو د وضعیت پر دقیقې څارنې او له خلکو سره د چلند پر مهال د اخلاقي اصولو پر رعایت ټینګار وکړ.
راپورونه د طالبانو په لیکو کې، په تېره بیا د هېواد په شمالي ولایتونو کې، د کورنیو کړکېچونو د زیاتېدو خبر ورکوي. د واک پر وېش او قومي ونډې د ازبکتباره ځواکونو او د دې ډلې د نورو ډلو ترمنځ اختلافونو داخلي درزونه ژور کړي دي. د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د دې ډلې دوه تاجکتباره غړي د خپلو کندهاري او هلمندي ملګرو له خوا وژل شوي؛ دا پېښې ښيي چې اختلافونه په وسلهوالو نښتو اوښتي دي.
د طالبانو د حکومت مالي وضعیت هم سخت کړکېچن شوی او د راپورونو له مخې، د دولتي ادارو د کارکوونکو د معاشونو ورکړه درېدلې ده. د طالبانو د عدلیې وزارت سرچینو د نغدو پیسو کمښت او د خزانې تشوالی د دې پرېکړې اصلي لاملونه بللي، خو طالب چارواکو په دې اړه له کره وضاحت ورکولو ډډه کړې ده.
شنونکي باور لري چې د ځواکونو د وضعیت د کنټرول او څارنې په اړه د طالبانو د مشر ټینګار د تشکیلاتي نظم د بېرته ټینګولو او د دې ډلې د داخلي یووالي د ساتلو هڅه ښيي. خو د مالي کړکېچ دوام او د ژوند د ستونزو له امله د نارضایتۍ زیاتېدل ښايي د طالبانو د ثبات او واک لپاره جدي ګواښ شي.