د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د اسلاماباد پر تګلارې نیوکه کړې او پاکستان یې د کړکېچونو د کمولو پر وړاندې په خنډ جوړولو تورن کړی دی. نوموړي ویلي، پاکستاني چارواکي د اختلافونو پای ته رسولو ته لېوالتیا نه لري.
د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په تندو څرګندونو کې پاکستان له افغانستان سره د کړکېچونو د کمولو پر وړاندې خنډ وباله. هغه وویل، داسې ښکاري چې پاکستاني چارواکي له کابل سره د شته اختلافونو پای ته رسولو ته لېوال نه دي.
متقي د اسلاماباد اوسنۍ تګلارې د افغانستان په اړه «ناکامې» وبللې او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان تاریخي تجربه ښيي، هېڅ حکومت نه دی توانېدلی چې د زور له لارې خپلې غوښتنې پر افغانانو وتپي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان خلکو هېڅکله د بهرنیو فشارونو پر وړاندې سر نه دی ټیټ کړی.
متقي د افغانستان تاریخ ته په اشارې وویل، د دې هېواد خلکو د خپلو سرونو په بیه هم د بهرنیانو د تحمیلي غوښتنو منلو ته غاړه نه ده اېښې. نوموړي د افغانانو د ارادې او غوښتنو پر درناوي ټینګار وکړ او ویې ویل: «زموږ تاریخي تجربه ښيي چې د زور له لارې د غوښتنو تپل هېڅکله پایله نه لري».
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو کلونو کې د کابل او اسلاماباد ترمنځ کړکېچونه زیات شوي او دواړه لوري له بېلابېلو لانجو سره مخ دي. د متقي په باور، د اړیکو د ښه کېدو لپاره پاکستان باید خپله تګلاره بدله او له افغانستان سره خبرو او تفاهم ته مخه کړي.