د ۲۰۲۶ کال په نړیواله درجهبندۍ کې د افغانستان پاسپورټ یو ځل بیا وروستی ځای خپل کړی؛ په ورته وخت کې، وګړي یې د پاسپورټ د ترلاسه کولو له پراخو ستونزو سره مخ دي.
د افغانستان پاسپورټ د ۲۰۲۶ کال په نړیواله درجهبندۍ کې یو ځل بیا په وروستي ځای کې راغلی دی. اوږده اداري چارې او په بهر کې د ځینو قونسلګریو تړل کېدو هم د خلکو لپاره د سفر او کډوالۍ اړوند چارې ستونزمنې کړې دي.
د هنلي پاسپورټ شاخص د جنورۍ د میاشتې د راپور له مخې، د افغانستان پاسپورټ د نړۍ په ۱۰۱م ځای کې دی او د سفر تر ټولو کماعتباره سند بلل شوی. د دې پاسپورټ لرونکي ۲۴ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر کولای شي، خو په عمل کې افغانانو ته د ګاونډیو هېوادونو د ویزې ترلاسه کول هم ستونزمن شوي دي.
افغان وګړي د پاسپورټ د ترلاسه کولو له جدي ستونزو شکایت کوي. د سپینغر ولسوالۍ یو اوسېدونکی وایي، د پاسپورټ اخیستو لپاره اړ شوی چې څو ځله جلالاباد یا کابل ته ولاړ شي. د هغه په وینا، د کورنۍ له لسو غړو یوازې دی توانېدلی پاسپورټ واخلي. دا ستونزې په ځانګړي ډول د ناروغانو د درملنې لپاره بهر ته د لېږد پر مهال لا ډېرېږي.
یو بل وګړی د دغو محدودیتونو ټولنیزو او انساني پایلو ته اشاره کوي او وایي، د افغانستان د پاسپورټ کمزوری اعتبار د میلیونونو وګړو له نورو هېوادونو سره د اړیکو او زدهکړو مخه نیسي.
د افغانستان د پاسپورټ ستونزې یوازې په هېواد دننه نه دي. په لوېدیځو هېوادونو، په ځانګړي ډول بریتانیا کې مېشت افغانان هم له قونسلګري خدماتو سره جدي ستونزې لري. په بریتانیا کې د کډوالو د چارو فعال کمال زمان جبارخېل وایي، د افغانستان د سفارت د تړل کېدو له امله نه شي کولای خپل پای ته رسېدلی پاسپورټ تمدید کړي.
نوموړی وایي، د پاسپورټ د تمدید غوښتونکي د افغانستان دوبۍ مېشتې استازولۍ ته ورپېژندل کېږي؛ دا کار د دوی د شخصي معلوماتو د خوندیتوب په اړه اندېښنې راولاړوي. په متحده ایالاتو او فرانسه کې مېشتو افغانانو هم د ورته ستونزو خبر ورکړی دی.
سره له دې چې رسنیو د موضوع د تعقیب هڅې کړې دي، د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو چارواکو د پاسپورټونو د وېش د بهیر د ستونزو په اړه ځواب نه دی ورکړی. د پاسپورټ عمومي ریاست تر دې مخکې ویلي وو چې د ګڼېګوڼې د مخنیوي او روڼتیا د ډاډمنولو لپاره یې انلاین نوملیکنه پیل کړې ده. خو په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو او قونسلګریو له تړل کېدو سره، میلیونونه وګړي د هویتي او قونسلګري اسنادو د ترلاسه کولو له ستونزو سره مخ دي.