برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۳ دی , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

په سعودي عربستان کې په ۲۰۲۱ کال کې د اعدام په سزا کې ۱۴۸ سلنه زیاتوالی

آریانانیوز: د بشري حقونو یوه سازمان د ۲۰۲۰ کال په پرتله تېر کال په سعودي عربستان کې د اعدامونو په شمېر کې د شدید زیاتوالي خبر ورکړ.


د سعودیلیکس په وینا، د اروپا-سعودي د بشري حقونو سازمان (esohr) په سعودي عربستان کې د اعدامونو د شمېر د زیاتوالي خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې په ۲۰۲۱ کال کې ۶۷ اعدامونه شوي چې د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۱۴۸ سلنه زیاتوالی ښيي. په هغه کال کې 27 اعدامونه شوي وو.

د بشري حقونو دغه سازمان په سعودي عربستان کې د اعدامونو د شمېر زیاتېدل د دې نښه بللې چې د سعودي حکومت د انسانانو ژوند ته ارزښت نه ورکوي او ټینګار یې وکړ چې په دې برخه کې نمایشي محاکمې ډېر نړیوال حقوقي معیارونه نه پوره کوي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې چې د اعدامونو شمېر کم شو، دا د دې لامل نه و چې د سعودي حکومت د اعدامونو د کمولو پرېکړه کړې وه، بلکې دا وه چې محمد بن سلمان غوښتل خپل سیاسي انځور بحال کړي او دا یوه شخصي پېښه وه. په 2019 کې، 186 د اعدام سزاګانې ترسره شوې او د سعودي حکومت په وړاندې یې ډیرې نیوکې پارولې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي