د طالبانو ځانګړې محکمې د هاشمیه ښارګوټي ۶۰۰ جریبه ځمکه دولتي ملکیت بللې او له اوسېدونکو یې د سپارلو غوښتنه کړې ده. دا پرېکړه داسې مهال شوې چې په نصرتآباد کې د کورونو د نړولو او د ځمکو د مالکیت د محدودیتونو په اړه د اوسېدونکو اندېښنې زیاتې شوې دي.
یکشنبه, 22 نوامبر , 2026
د کابل او ولایتونو اوسېدونکي وايي، د اوروژنې د وسایلو او مرکزونو کمښت او د ډلو ناوخته رسېدل کوچنۍ اورلګېدنې په لویو پېښو بدلوي. د دوی په وینا، سږ کال د اورلګېدنې ۲۵۹۶ پېښې د اغېزمنو بیړنیو خدمتونو اړتیا لا څرګندوي.
یکشنبه, 22 نوامبر , 2026
انس حقاني په یوه مرکه کې ویلي چې د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال نږدې یو میلیون کسان وژل شوي او څلور وروڼه یې هم له لاسه ورکړي دي. د هغه څرګندونې یو ځل بیا د ملکي وګړو پر مرګژوبله او د طالبانو، په ځانګړي ډول د حقاني شبکې، پر مسوولیت د ځواب ویلو پوښتنې راپورته کړې دي.
یکشنبه, 22 نوامبر , 2026
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، کابل د ډیپلوماسۍ له لارې هڅه کوي په اروپا کې د مېشتو افغانانو د ناڅاپي ایستلو مخه ونیسي او د هغوی حقونه خوندي کړي. نوموړي ټینګار کړی چې هر ډول بېرته ستنول باید د کابل او کوربه هېوادونو ترمنځ د هوکړې له مخې وي؛ دا په داسې حال کې ده چې څو اروپايي هېوادونو د افغانانو د ایستلو یا بېرته ستنولو په اړه خبرې پیل کړې دي.
شنبه, 21 نوامبر , 2026
دویچهوېله د افغانستان هغه تورونه څېړلي چې پاکستان د طالبانو مخالفو وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي؛ اسلاماباد دا ادعاوې ردوي. شنونکي د احتمالي سیاسي او لوژستیکي ملاتړ په اړه بېلابېل نظرونه لري، په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي نښتو او تاریخي بېباورۍ ترینګلتیا نوره هم زیاته کړې ده.
شنبه, 21 نوامبر , 2026
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه خبرداری ورکوي چې د نجونو پر طبي زدهکړو د محدودیتونو دوام، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت او د سلګونو مرکزونو تړل د میلیونونو افغان ښځو او نجونو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ګواښي.
شنبه, 21 نوامبر , 2026
د بشري حقونو د څار سازمان خبرداری ورکړی چې د نړیوالې جزايي محکمې وروستۍ پرېکړه ښايي د امریکايي ځواکونو او د پخواني افغان حکومت د امنیتي ځواکونو د احتمالي جنایتونو څېړنه محدوده کړي. سازمان وايي، د طالبانو او داعش پر قضیو د تمرکز له امله د عدالت په بهیر کې د «دوګوني معیار» د رامنځته کېدو او د قربانیانو د حقونو د زیانمنېدو خطر شته.
چهارشنبه, 18 نوامبر , 2026
د امریکا د افغان پناه غوښتونکو د ملاتړ ادارې مشر وايي، پاکستان ته د شړلو ځانګړې الوتنې لغوه شوې دي؛ دې خبر اندېښمنو کورنیو ته نسبي ډاډ ورکړی، خو د افغانانو د لېږد راتلونکی لا هم نامعلوم دی.
چهارشنبه, 18 نوامبر , 2026
راپورونه وايي، طالبان نیول شوي کسان په خپلسرو نیونو او جسمي او رواني شکنجو اعتراف ته اړ باسي، بیا یې ویډیوګانې د امنیتي لاستهراوړنو په توګه خپروي. د داد رحماني د مړینې په اړه د کورنۍ څرګندونې هم د شنونکو له خوا تر پوښتنې لاندې راغلې دي.
چهارشنبه, 18 نوامبر , 2026
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر انتوني بلینکن وايي، د افغانستان د جګړې پر مهال د اکمالاتي لارو لپاره پر پاکستان تکیې واشنګټن د دغه هېواد د پوځ پر سیاسي نفوذ له نیوکو راوګرځاوه. نوموړي په نوي ډیلي کې د امریکا او هند د اړیکو پر ستراتیژیک ارزښت ټینګار وکړ او د پاکستان په اړه یې د واشنګټن د سیاست د بیاارزونې غوښتنه وکړه.
سهشنبه, 17 نوامبر , 2026
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ایکو په غونډه کې د افغانستان د امنیت او ثبات پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې ناحل شوې اختلافات اقتصادي او ترانزیټي همکارۍ زیانمنولای شي. کابل د غونډې له ګډون څخه د طالبانو د استازو د منع کېدو پرېکړه نیوکې کړې ده.
دوشنبه, 16 نوامبر , 2026
فرانسې ته د طالبانو د څلورو استازو د نږدې سفر خبر په دغه هېواد کې د افغان پناه غوښتونکو اندېښنې زیاتې کړې دي. پاریس وايي خبرې به د ناقانونه مېشتو او امنیتي ګواښ بلل شویو کسانو د بېرته ستنولو پر بهیر متمرکزې وي؛ د بشري حقونو بنسټونو بیا له فرانسې غوښتي چې دا بهیر ودروي.
دوشنبه, 16 نوامبر , 2026
ریچارد لیندزی، د بریتانیا ځانګړی استازی، په یوه آنلاین مرکه کې د طالبانو د ریاست الوزرای دفتر رئیس مولوي عبدالواسع سره د کابل او اسلام آباد ترمنځ د سختو اړیکو د کمولو لپاره د دیپلوماتیکو لارو په اړه خبرې وکړې. دغه آنلاین غونډه د افغانستان د خلکو لپاره د بشري مرستو ارزښت او سیمهییز ثبات ته د رسېدو لپاره د خبرو اترو اړتیا ته ټینګار وکړ.
یکشنبه, 15 نوامبر , 2026
د پاکستان د پوځ پخواني افسر عادل راجا د اسلاماباد لهخوا پر کابل د پړه اچولو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د هېواد امنیتي ستونزې د «ستراتېژیک عمق» په ګډون د تېرو پوځي تګلارو جرړې لري. هغه د افغانستان پر خاوره د بریدونو د درولو او د پاکستان د امنیتي نظریې د بنسټیزې بیاکتنې غوښتنه کړې ده.
یکشنبه, 15 نوامبر , 2026
پاکستاني امنیتي سرچینې وايي، په تربت کې د عملیاتو پر مهال ۸۲ افغانان د استوګنې د باوري اسنادو د نشتوالي په تور نیول شوي دي. چارواکي وايي، په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د قانوني چارو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.
یکشنبه, 15 نوامبر , 2026
د امنیتي تحقیقاتو له مخې، د طالبانو مشري د حبیب الله اخوندزاده په امر د اوزبیک او چچنیا افراطی افرادو ځای پر ځای کولو او د مخالفينو پر وړاندې د هدفمند وژنو لپاره کارول کیږي. په دې کې د ملي مقاومت جبهې اړوند کورنۍ د پټه وژنې قرباني شوي دي، چې د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا او د استخباراتو رئیس ملا رحمت الله نوراني تر مشرۍ لاندې د وژنو عمليات ترسره کیږي.
شنبه, 14 نوامبر , 2026
راپورونه ښيي چې طالبانو بدخشان او تخار ولایتونو کې د اویغور جنګیالیو او د انصار الله ډلې غړو جذب شروع کړی دی. هدف یې د چین او مرکزي آسیا هیوادونو پر وړاندې فشار زیاتول دي، چې دې ته د ترورستي فعالیتونو د ګزاره کیدلو خطر زیاتیږي. امنیتي کارپوهان په دې خاطر خبرداری ورکړی، چې د طالبانو سرحدي ځواکونو کې د دې ډلو همکارۍ، سیمه کې نوی ګواښ پیښوي.
شنبه, 14 نوامبر , 2026
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د نړیوال سولې او اعتماد په سرمشریزۍ کې وکتل. اردوغان د اقتصادي اړیکو د پراخیدو ترڅنګ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند د ملاتړ په اړه خبرې وکړې او د سیمه ایزو شخړو کمولو لپاره د ترکیې د خپلې ونډې ژمنه یې وکړه.
شنبه, 14 نوامبر , 2026
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقانی په خوست کې د یوې نادرې څرګندونې په ترڅ کې ومنله چې کابل کې د حکومت د دوام لپاره زور، توهین او ویرې ته پاملرنه شوې. هغه ټینګار وکړ چې یو رښتینی حکومت باید د خلکو سره د مینې او باور پر بنسټ وي، او د حالاتو د اصلاح لپاره یې د بدلون غوښتنه وکړه.
شنبه, 14 نوامبر , 2026
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په افغانستان کې د اوبو د سیلابونو په اړه د خطر خبرداری ورکړی، چې د دسمبر په ۱۳ او ۱۴ نېټو کې به ۱۲ ولایتونه اغېزمن شي. هرات، کندهار، بلخ او هلمند تر ټولو په خطر کې دي او خلکو ته سپارښتنه شوې چې د سیندونو څخه لرې پاتې شي.
شنبه, 14 نوامبر , 2026