برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

۴۵تنه عسکر له طالبانو سره یو ځای شوي

آریانانیوز: طالبان وایي، د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ۴۵ تنه پولیس او اربکیان ورسره يو ځای شوي
د طالبانو ویاند «‌ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر لیکلي «د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دښمن ۴۵ تنه عسکر، پولیس او اربیکان له خپلو دندو لاس په سر او له مجاهدینو سره یوځای شول. یادو کسانو ته د اسلامي امارت د ارشاداودعوت مسئولینو او سیمیزو مجاهدینو لخوا هرکلی وویل شو او خپل عادي ژوند ته سوق کړل شول.»

یاده دې وي، چې طالبانو په خپلو پيغامونو کې په بیا، بیا په دولتي عسکرو او کارکوونکو غږ کړی، چې له حکومتي لیکو را بېل شي او له دوی سره ودرېږي.

شریک یي کړئ!