برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۹ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

یونظامي هلیکوپتر راغورځول

آریانانیوز: دیوراپوله مخی دطالبانووسلوالوقواو د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې یې یوه نظامي چورلکه راغورځولې دی
د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «د نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ اړوند د سپینې قرارګاه سیمه کې د دښمن یوه نظامي هلیکوپتر د عملیاتو په مهال د مجاهدینو په برید کې رانسکوره شوه د احمدي په خبره، په دې اړه به نور جزئیات وروسته ورکړي
که څه هم لا څرګنده نه ده، چې ویشتل شوې الوتکه په بهرنیانو او که داخلي ځواکونو پورې اړه لري؛ خو دا الوتکه په لنډه موده کې څلورمه نظامي الوتکه ده، چې د طالبانو په برید کې له منځه ځي
کابو میاشت وړاندې د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې هم طالبانو د امریکايي استخباراتي ادارې سې آی اې» یوه الوتکه راغورځولې وه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي