برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۲ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ځانګړو ځواکونو سرمعلم وژلی او ۵ ولسي وګړي يې له ځان سره وړي

آریانانیوز: د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې د صفر درې قطعې عسکرو د ولسی وګړو په کورونو چاپې اچولي دي د يو ښوونځي سرمعلم يې وژلی او پنځه ولسي وګړي يې له ځان سره وړي دي.


د سيمې خلک وايي چې تيره شپه د پنجوايي ولسوالۍ په تلوکان سيمه کې ځانګړو ځواکونو د ولسي وګړو په کورونو چاپې ووهلې چې په نتيجه کې يې د يادې سيمې د ښوونځي سرښوونکی محمد ګل په خپل کور کې وژلی او پنځه ولسي وګړي يې له ځان سره وړي دي.
د کندهار د پنجوايي ولسوال فضل حق اسحاقزي هم د سرمعلم محمد ګل وژنه تائيد کړې ده او ويلي يې دي چې ځانګړو ځواکونو پنځه تنه ولسي وګړي هم له ځان سره وړي دي.
د کندهار د پوهنې رياست وياند نظرمحمد صميمي هم ويلي دي چې د صفر درې ځانګړې قطعې عسکرو د تلوکان د ابتداييه ښوونځي سرمعلم محمد ګل په کور چاپه اچولې ده او هغه يې د خپل خوب په بستر کې وژلی دی.
صميمي ويلي دي چې نوموړی له تيرو اتو کلونو راهيسې د تلوکان په ابتداييه ښوونځي کې د سرمعلم په حيث دنده ترسره کوله.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د هلمند ولايت په باباجي سيمه کې ګډو ځواکونو د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچولې وې چې په نتيجه کې يې دوه تنه وژلي وو او دوه ميرمنې يې ژوندۍ له ځان سره وړې وې.
د سيمې خلکو له هغې وروسته مظاهرې وکړې چې په پايله کې يې يادې ميرمنې تيره شپه پرېښودل شوې او خپل کورونو ته ستنې شوې.
په افغانستان کې په دې وروستيو کې د ولسي وګړو په کورونو شپنيزې چاپې او هوايي بريدونه زيات شوي دي چې له امله يې د ولسی وګړو په مرګ ژوبله کې زياتوالی راغلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي