برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پښتون‌کوټ کې درې قرارګاوې د طالبانو لاس ته لوېدلې

آریانانیوز: د فاریاب په پښتون‌کوټ ولسوالۍ کې طابانو د دولتي ځواکونو درې قرارګاوې او ورسره لس پوستې بشپړې نیولې دي.


دغه قرارګاوې چې د دې ولسوالۍ اړوند په بند سرحوض او باغ‌نبي سیمو کې پرتې وي، وړمه شپه د طالب سرتېرو تر بریدونو لاندې راغلې.
د طالبانو خبرپاڼه لیکي، په دې جګړه کې يې درې تنه کمانډو عسکر او دوه اربکیان وژلي دي.
«بریدونه چې پکې سپکې، درنې اولیزري وسلې وکارول شوي په پایله کې یې یادي سیمي ددښمن د ۳ قرارګاؤ او ۱۰ پوستو په شمول په بشپړه توګه فتح شوي ۲تنه مزدور کمانډویي عسکر او ۲ تنه اربکیان ځای پرځای وژل شوي اوپاتي نوریې په تېښته تللي دي.»
د فاریاب ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو طالبان وايي چې پراخ مهمات يې هم ګوتو ته ورغلي دي.
دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ د بلخ په دولت اباد کې هم له ګڼو کلیو اربکیانو پښې سپکې کړې او پراخه سیمه د طالبانو تر واک لاندې شوې ده.
تېره ورځ په فراه ولایت کې هم بشپړ کنډک د طالبانو له لوري سقوط شو، چې امنیتي ځواکونو د تلفاتو تر څنګ څو تنه ژوندي هم د طالبانو ګوتو ته ورغلل.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته ويلي، چې پر دې کنډک د برید په نتيجه کې يې لسګونه ‏عسکر وژلي، پنځه يې ژوندي نيولي او د يو شمېر پوځي موټرو سربېره يې ۷۸ ميله وسله هم نيولې ده.‏

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي