برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په ننګرهار کې امریکایان د داعش په ګټه بمباري کوي

آریانانیوز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د تیرو څه وخت راهیسي ددوی جنګیالیو په ننګرهار کې د داعش پر وړاندي عملیات پيل کړي خو هر وخت چې دوی پرمختګ کوي، امریکايي الوتکې راځي او طالبانو باندي بمبار کوي چې له امله یې ددوی پرمختګ ټکنی کیږي او تلفات ویني.



نوموړي ویلي چې طالبانو د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند زاویې په سیمه کې پراخي سیمې د داعش له شتونه تصفیه کړي خو امریکايي الوتکې په مکرر ډول د طالبانو پر سنګرونو بمبار کوي.
د مجاهد په وینا د رواني اګست میاشتې پر ۱۷، ۱۸ او ۱۹مه باندي امریکايي الوتکو په مکرر ډول ۸ ځله د ډرون بریدونه او ۲ ځله د جیټ الوتکو بمبار وکړ چې له امله یې ۱۳ تنه طالبان او یو ملکي وګړی ووژل شول او ۶ تنه نور ټپيان شول.
د نوموړي په وینا د اګست پر ۱۸مه نیټه د کونړ ولایت منورې ولسوالۍ په لاهور ډاګ سیمه کې هم د هغو طالبانو پر وړاندي بمبار وشو چې د داعش پر ضد یې یې عملیات کول، چې له امله یې ۳ تنه طالبان ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.
مجاهد زیاته کړې چې دلته هم دوی د داعش جنګیالي دوی محاصره کړې وه او نوره یې لمن په ټولیدو وه، خو د امریکایانو بمبار د هغوی محاصره ختمه او د تیښتې لاره یې ورته خلاصه کړه.
باید وویل شي چې تر دې وړاندي په جوزجان ولایت کې د داعش پر وړاندي د طالبانو د عملیاتو پر مهال هم ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی وو چې امریکايي او دولتي ځواکونه د داعش په ملاتړ د طالبانو پر سنګرونو بمبارونه کوي. د نوموړي دغه ادعاوي هغه وخت رشتیا شوې کله چې دولتي الوتکو ژوندي پاتې شوي محاصره داعشیان د جګړې له ډګره په الوتکو کې پورته کړل.
هغه مهال په ټولنیزو پاڼو کې د دولتي اړخ له لوري د داعش ژغورل په پراخه کچه وغندل شول او پر دولتي چارواکو او ځواکونو تور پوري شو چې د خپلو عسکرو ژغورنې ته الوتکې نه لیږي خو د داعش جنګیالي د خپلو ټولو کورنیو او حیوانانو سره په الوتکو کې پورته کوي.

شریک یي کړئ!