برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, 7 اکتبر , 2023 لنډ لینک :

په تحریک طالبان پاکستان کې د افغان اتباعو پر جذب بندیز ولګول شو

خبري سرچینو خبر ورکړی، چې تحریک طالبان د افغان اتباعو پر جذب د بندیز امر صادر کړی دی.


پاکستاني رسنیو اعلان کړی، چې تحریک طالبان پاکستان په دې ډله کې د افغان اتباعو پر ګمارلو بندیز لګولی دی.

تحریک طالبان پاکستان د دې ډلې ځان اعلان شویو قوماندانانو او واليانو ته امر کړی چې د افغان اتباعو له ګومارلو ډډه وکړي.

پاکستاني رسنیو اعلان وکړ چې د دغه هېواد د تحریک طالبان د ځان اعلان شوي مرستیال او دفاع وزیر مفتي مزاحم له خوا د خپرې شوې اعلامیې یوه کاپي دغو رسنیو ته رسېدلې ده.

په دغه حکم کې مفتي مظلوم د تحریک طالبان پاکستان “د شمالي او جنوبي سیمو پوځي کمیسیون” ته ویلي چې د افغان اتباعو له استخدام څخه دې ډډه وکړي.

د دغه حکم له مخې هر هغه څوک چې نافرماني وکړي مجازات کېږي.

خپلواکو سرچینو د ټي ټي پي په لیکو کې د افغان اتباعو شتون نه دی تایید کړی، خو پاکستاني چارواکو تل په دغه هېواد کې په ترهګریزو بریدونو کې د ځینو افغانانو د لاس لرلو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې تحریک طالبان پاکستان په دغه هېواد کې هېڅ اډه نه لري.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه