برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۲ بهمن , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په بلخ کې پر شپون د طالبانو برید ؛ نهه ملکي وګړي مړه او ټپیان شو

آریانانیوز: د هیواد په شمال کې د 209 اتل قول اردو وايي چې د بلخ ولایت په چهارکانت ولسوالۍ کې طالب جنګیالیو کله چې د څارویو په غلا کولو کې پاتې راغلل ، شپانه او ملکي وګړي یې په نښه کړل ، څلور تنه یې ووژل او پنځه نور یې ټپیان کړل...


د قول اردو خبرتیا وايي چې طالب جنګیالیو په خلکو ډزې کړي او لاسي بمونه یې ویشتلي کله چې دوی د څارویو غلا هڅه کوله.

د 209 قول اردو ویلي چې په چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د راپورونو سره سم طالب جنګیالي د څارویو په غلا کې پاتې راغلي دي وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

امنیتي چارواکو تر دې مخکې طالب جنګیالي د څارویو په غلا تورن کړي ول.

شریک یي کړئ!