برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۳ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په افغانستان کی دوه امریکایي نیواکګرپوځیان ووژل شول

آریانانیوز: دیوراپورله مخی په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قاطع ماموریت وايي، په کندهار ولایت کې یې د سرتېرو په ټانګ باندې د برید له امله څلور پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې
امریکایي رسنۍ «سټارز اینډ سټرایپ» د ناټو د قاطع ماموریت د یوه تن ویاند له قوله لیکلي، چې د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار کې دوه امریکايي پوځيان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي
د ویاند له قوله، د وژل شویو سرتېرو هویت او بشپړ مالومات به تر راتلونکو څلور ویشت ساعتونو پورې خپاره شي
یاده دې وي، چې په کندهار ولایت کې د شوي برید پړه طالبانو په غاړه اخستې وه، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي» نن سهار په خپل ټویټر لیکلي وو «دکندهار ولایت ډنډ ولسوالۍ د کرو شېلې په سیمه کې هوايي ډګر ته څیرمه نن سهار مهال یو زغروال ټانګ د ماین په زوروره چاودنه کې په بشپړه توګه وجاړ شو او پکې سپاره امریکایي عسکر ټول ووژل شول.

شریک یي کړئ!