برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۷ بهمن , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

پارکونو ته وسله وال طالبان له ننوتو منع شول

آریانانیوز: د طالبانو د حکومت کابینې پریکړه وکړه چې وسله وال طالبان د وسلو او نظامي یونیفورم سره د تفریحي پارکونو ته د ننوتلو اجازه نه لري.


د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني پر خپل ټویټر اکاونټ کې لیکلي: د طالبانو حکومتي عسکر مکلف دي چې د تفریحي پارکونو ټول اصول او مقررات په پام کې ونیسي.

د طالبانو د کابینې دا پریکړه په داسې حال کې کیږي چې په تفریحي پارکونو کې د طالبانو د ننوتلو مسله تر دې وړاندې هم سرلیکونه ګرځیدلي دي.

بل خوا يو شمېر ښاريان وايي، چې په تفريحي پارکونو کې د وسله والو طالبانو شتون په ماشومانو کې د وېرې او ډار لامل ګرځي او پارکونو او لوبو ته د هغوى د راتګ مخه نيسي.

شریک یي کړئ!