برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ننګرهار کې په لمونځ کوونکو برید په کلکو ټکو غندل

آریانانیوز: وروسته له هغه چې، په ننګرهار ولایت کې د یوه جومات دننه د غبرګو چاودنو راپورونه ورکړل شو، طالبانو یاد برید په کلکو ټکو غندلی او د پېښې له قربانیانو سره یې خپله غمشریکي څرګنده کړې
د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر لیکلي «د ننګرهار ولایت په هسکه مینه کې په یوه مسجد باندې د هاوان برید یا چاودنه چې ممکن د کابل ادارې د عسکرو او یا داعشي فتنه ګرو لخوا ترسره شوی وي، لوی جنایت دی.»
مجاهد زیاتوي «اسلامي امارت دغه ظلم په ترټولو سختو ټکو غندي. شهیدانوته د جنت الفردوس او ټپيانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوي.»

د ننګرهار ولایت په هسکه مینه کې په یوه مسجد باندې د هاوان برید یا چاودنه چې ممکن د کابل ادارې د عسکرو او یا داعشي فتنه ګرو لخوا ترسره شوی وي، لوی جنایت دی.
اسلامي امارت دغه ظلم په ترټولو سختو ټکو غندي.
شهیدانوته د جنت الفردوس او ټپيانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوي.
یاده دې وي، چې نن ورځ غرمه مهال د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د یوه جومات دننه غبرګې چاودنې داسې مهال رامنځته شوې، چې ګڼ شمېر خلګ د جمعې د لمانځه اداء کولو ته راټول شوي وو
د لومړنیو معلوماتو په اساس، په یاد برید کې تر دې دمه ۶۲ تنه وژل شوي او شاوخوا ۶۰ نور ټپیان دي
د پېښې مسئولیت هیڅ کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه دی اخستی.

شریک یي کړئ!