برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

مرستندويه ټولنې دې وچکالۍ ځپلو سره بيړنۍ مرسته

آریانانیوز: طالبانو په هيواد کې ورځ تر بلې زياتېدونکې وچکالۍ انديښنه ښودلې او په نړيوالو مرستندويه ټولنو يې غږ کړی دی چې په افغانستان کې د وچکالۍ ځپلو سره بيړنۍ مرسته وکړي.


د طالبانو د کرنې او مالدارۍ کميسیون ويلي دي چې د افغانستان ځينې سيمې د وچکالۍ له امله له سخت بشري ناورين سره مخ دي او ګڼ شمير انسانان، حيوانات او کښتونه د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي چې بيړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.
درې اوونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې (اوچا) ويلي وو چې څه باندې ۲ ميلیونه افغانان په افغانستان کې د وچکالۍ له امله له خپلو سيمو بې ځايه شوي دي.
د اوچا په راپور کې ویل شوي وو چې ددغو بې ځايه شویو څخه يې ۴۵ سلنه خلکو سره بشري مرستې شوي دي او ۵۵ سلنه نور يې عاجلو بشري مرستو ته اړتيا لري.
طالبانو په اعلاميه کې ویلي دي چې نړۍ پوهيږي چې افغانستان له سختې جګړې سره مخ دی او ددې ترڅنګ د وچکالۍ له امله خلک له سختو ستونزو او مشکلاتو سره مخ دي چې له امله يې د ګڼو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی او په وينا يې نجات ورکول د ټول بشريت مشترکه دنده ده.
طالبانو په مرستندويه ټولنو غږ کړی دی چې ژر تر ژره وچکالۍ ځپلو سيمو ته خپلې بشري مرستي ورسوي.
د يادونې وړ ده چې په افغانستان او سيمه کې ورځ تر بلې زياتېدونکې وچکالۍ د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ
کړی دی او د کښتونو د وچېدو او څارویو ته د خوړو د نه رسېدو له امله هم له سخت مالي زيان سره مخ دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي