برخه -څانګه : accidents, afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۴ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

لسګونه داعشیان له طالبانو ژغورل

آریانانیوز: راپورونه وایي د ننګرهار ځایي چارواکو هغه داعشیان له طالبانو ژغورلي او پناه یې ورکړې چې د جګړې په ډګر کې له ماتې وروسته د تیښتې په حال کې وو. له تیرو څو میاشتو راهیسې طالبانو د ننګرهار په جنوبي غرنیو سیمو کې د داعش په خلاف عملیات پيل کړي دي، په دې عملیاتو کې د داعش مهم مراکز، لکه د وزیرو تنګی، توره بوړه، بندر، وډیسار او ډیرې نورې سیمې له داعشیانو نیول شوي دي. له طالبانو سره په دې عملیاتو کې ځایي ولسي خلک هم همکار دي، په دې وروستیو ورځو کې ځایي رسنۍ پرلپسې راپورونه ورکوي چې د داعش جنګیالي د ننګرهار د ملي امنیت چارواکو ته تسلیمیږي. څو ورځې وړاندې د یوه ایراني په شمول څلور تنه افغان داعشیان له حکومت سره یو ځای شول
همدا نن رسنیو خبر ورکړ چې ۷۲ تنه نور داعشیان هم له حکومت عسکرو سره یوځای شوی دی، په هغه مراسمو کې چې دغه داعشیان په کې رسنیو ته وښودل شول، د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د دې ولایت د ملي امنیت له رئیس څخه مننه وکړه چې له داعشیانو سره د ځانګړې رابطې په توسط یې دغه خلک جلال اباد ته را رسولي دي
د یادونې وړ ده چې تیر کال د جوزجان په درزاب کې هم حکومتي عسکرو هغه داعشیان په چورلکو کې خلاص کړل چې د طالبانو لخوا کلابند شوي وو. دا چې حکومتي چارواکي همیشه په سخت حالت کې داعشیانو ته پناه ورکوي، دغسې پیښې هغه شکونه په یقین بدلوي چې داعش د حکومتي چارواکو لخوا پالل کیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي