برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۳ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

غزني؛ مرکز کې طالبانو د یوې حوزې مرکز نیولی

آریانانیوز: په داسې حال کې چې حکومت د غزني له مرکزه خورا په لرې فاصله کې پرتو ولسوالیو د ساتنې اندېښنې اخیستی، طالبانو په مرکز کې د جګړې خبر ورکړی دی.


تېره شپه ښار ته څېرمه نو اباد سیمه کې طالبانو پر پوځي او امنیتي مرکزونو بریدونه وکړل، چې د دوی په وینا ۱۴ عسکر يې وژلي او اوه نور ټپیان دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې سیمه کې يې د حوزې یو مرکز او یوه پوسته بشپړ نیولي دي.
هغه د خپلو تلفاتو په اړه دومره ویلي، چې درې سرتېري يې ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې دی چې دفاع وزارت غزني ته د لوړ پوړو امنیتي چارواکو د تګ خبر ورکوي او وايي دوی به ډېر ژر جاغوري او مالستان کې وضعیت عادي کړي.
د بهرنیو رسنیو په یوازې جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰ کمانډو عسکرو او ۵۰ اربکیان او پولیسو د وژنې خبر ورکړل شوی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي