برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۶ بهمن , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

طالبان: په افغانستان کې مرکزي حکومت شته

د طالبانو ویاند په افغانستان کې د مرکزي حکومت د نه شتون په اړه د پاکستان د لومړي وزیر د څرګندونو په اړه غبرګون وښود.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د موقت حکومت د لومړي وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې طالبان اوس مهال د افغانستان پر ټوله جغرافیه واکمن دي او په هېواد کې مرکزي حکومت هم رامنځ ته شوی دی.

مجاهد زیاته کړه چې افغانستان له پاکستان سره ښې اړیکې غواړي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د ګاونډیو هېوادونو امنیت خراب کړي.

په همدې حال کې د پاکستان د موقت حکومت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ له یوې پاکستاني رسنۍ سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې طالبانو د افغانستان کنټرول ترلاسه کړی دی. خو تر اوسه مرکزي حکومت ته نه دی رسېدلی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي