برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۴ بهمن , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

طالبان: اسراییل به په غزه کې مات شي

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ویلي لکه څنګه چې امریکا په افغانستان کې ناکامه شوه، اسراییل به هم په غزه کې ناکام شي.


د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال څرګنده کړه: مونږ مخکې هم ویلي وو چې د غزې او صهیونیسټانو ترمینځ په روانه جګړه کښې حماس برلاسی دی.

هغه وویل، انشاالله امریکا او ټول متحدین به یې د افغانستان په څېر هلته هم له شرمونکې ماتې سره مخ شي.

هغه زیاته کړه: واکمن ملتونه تل له نورو څخه الهام اخلي. د امریکا او صهیونزم ویره اوس د ولسونو په ذهنونو کې نشته.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو او افغان ولس تر دې وړاندې هم څو ځلې د اسرائيلو جنايتونه غندلي او د غزې له خلکو يې خپل ملاتړ اعلان کړى دى.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي