برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳ بهمن , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

طالبانو یو ځانمرګی بریدګر د کابل پوهنتون د مرستیال په توګه وټاکه

باخبره سرچینې وايي، حافظ عبیدالله عبیده چې د طالبانو له خوا د کابل پوهنتون د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی، یو ځانمرګی بریدګر و چې په کندهار کې نیول شوی و.


دغو سرچینو ویلي چې د طالبانو دغه غړی په ۲۰۱۷ زېږديز کال کې د کندهار په عینومینه ښارګوټي کې د خپل موټر بم له چاودنې مخکې ونیول شو.

د سرچينې په وينا، حافظ عبيدالله عبيده د هلمند ولايت اوسېدونکى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه طالب ځانمرګی په کندهار کې تر نيول کېدو وروسته د بګرام زندان ته لېږدول شوى او شاوخوا څلور کاله په زندان کې و.

دې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې حافظ عبیدالله عبیده یو له هغو پنځو زرو طالب بندیانو څخه و، چې په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې له لاسلیک وروسته له بګرام زندانه خوشې شول.

عبیدالله عبیده اوس مهال د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند او د طالبانو تر کنټرول لاندې کابل پوهنتون د عبیدالله عبیده عکسونه خپاره کړي دي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي