برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۹ بهمن , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

طالبانو په ډنمارک کې د قران کريم بې حرمتي وغندله

آریانانیوز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ډنمارک کې د افراطیانو له خوا د قران کریم د سپکاوي هڅه غندلې ده.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه ډله د قرآن کریم د سپکاوي په هدف د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې د افراطي هڅې په کلکه غندي.

طالبانو دغه راز ټینګار کړی، چې د دوه میلیارده مسلمانانو حق دین او عقیدې ته سپکاوی د بیان ازادۍ ته توجیه نه شي کېدای.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له اروپايي چارواکو غوښتي چې د دغو افراطي کړنو پر وړاندې ودرېږي.

تر دې وړاندې په هرات، غور، بلخ او بادغیس ولایتونو کې سلګونه افغانان په سویډن کې د قران کریم د سپکاوي په اعتراض کې سړکونو ته راووتل.

د سویډن سیاستوال راسموس پالودان د تېرې شنبې په ورځ د ترکیې د سفارت مخې ته د قران کریم یوه نسخه وسوځوله.

شریک یي کړئ!