برخه -څانګه : accidents, afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبانو د لوګر مرکز پل عالم ته څېرمه یوه پوځي قرارګاه نیولې ده.

آریانانیوز: دغه قرارګاه چې مرکز ته نږدې شاوخوا څلور کيلومترۍ کې د حصارک سیمه کې پرته وه، تېره شپه د طالب سرتېرو تر برید لاندې راغله.


د طالبانو خبرپاڼه لیکي، چې د دوی سرتېرو له څو ورځو راهیسې دغه قرارګاه څارلې او تر نظر لاندې نیولې وه.
دغه قرارګاه چې شاوخوا پنځه کاله وړاندې امریکایانو د افغان عسکرو لپاره جوړه کړې و، اوس پکې اربکیان او نور عسکر یو ځای مېشت و.
خبرپاڼه زیاتوي دې قرارګاه د څو کلیو تر منځ لاره تړلې وه او د طالب سرتېرو په ګډون ولسي خلکو ته هم یو سر خوږی و.
«د شریر ګوډاګیانو دغې قرارګاه د سیمې اولسونو ته په بېشمېره ستونزو برسېره د شلو کلیو ترمنځ لاره هم بنده کړې وه، چې د مجاهدینو لخوا په فتحه کېدو سره دا عمومي لاره خلاصه شوه.»
طالبانو د تلفاتو دقیقه شمېره نه ده یاده کړې، خو لیکلي يې دي چې عسکرو په ګډون يې څو تنه استخباراتي لوړپوړي کسان هم وژلي دي.
د لوګر ځايي ادارې تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
لوګر چې د کابل دروازه بلل کېږي، په نږدې ټولو ولسوالیو کې يې له مرکز پرته واک له طالبانو سره دی، پر دې سربېره د ولایت مرکز هم د طالبانو له نفوذه خوندي نه دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي