برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۵ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبانو د فلسطین پلازمینې بیت المقدس ته د امریکا د سفارت انتقال وغانده

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د فلسطین پلازمینې بیت المقدس ته د اسرائیل لپاره د امریکا د سفارت انتقال وغانده او دا یې د ټولو نړیوالو منل شویو اصولو خلاف عمل او ظلم وباله.


رسیدلې خبرپاڼه په لاندي ډول ده:
د امریکا لخوا بیت المقدس ته د اسرائیلي سفارت د انتقال په اړه د اسلامي امارت اعلامیه
وروسته له هغه چې د امریکايي مشر ټرمپ لخوا څه موده مخکې د مسلمانانو لومړنۍ قبله او د فسلطین اشغال شوې او تر غصب لاندې خاوره بیت المقدس د اسرائيلو د پایتخت په توګه په رسمیت ومنل شوه، دادی اوس يې عملا امریکايي سفارت هم بیت المقدس ته نقل کړ.
اسلامي امارت د مستکبرې امریکا دغه بې قانونه او ظالمانه ګام په کلکه غندي او د ټولو مسلمانانو او نړیوالو منل شوو اصولو پرخلاف اشغال پلوه او ظالم پروره ګام يې بولي.
د نړۍ ۱۲۸ هیوادونو د امریکا لخوا د بیت المقدس مغصوبه شوی سیمه د اسرائيلي صهیونیستي رژيم د پلازمینې په ډول منل رد کړي وو، خوامریکا بیا هم دټولي نړۍ دغوښتني خلاف اقدام وکړ .
اسلامي امارت د امریکایانو لخوا لاهم د فسلطینیانو پرخلاف د صهونیستي رژيم ملاتړ د دولتي تروریزم څخه د ملاتړ ستره بیلګه بولي او د امریکا د دغه عمل په مقابل کې د اسلامي او آزادې نړۍ د عملي عکس العمل غوښتنه کوي.
اسلامي امارت په ځانګړي ډول په اسلامي هیوادونو او حاکمیتونو غږ کوي چې د مظلومانو په طرف کې ودریږي، د ظالمانو د ظلم لاس لنډ کړي او د مظلوم فسلطیني ولس سیاسي، اخلاقي او عملي ملاتړ وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي