برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبانو د امريکايي عسکرو چورلکه رانسکوره کړې

آریانانیوز: طالبانو په لوګر ولایت کې د امريکايي عسکرو يوه چورلکه رانسکوره کړې ده چې له امله يې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


دغه پيښه پرون سهار د لوګر ولايت خروار ولسوالۍ په نعمتي کلي کې د طالبانو په يوه برید کې رامنځته شوې ده چې په کې ګڼو امريکايي او داخلي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې چورلکه د دوی ملګرو رانسکوره کړې ده او زیاتوي چې دغه چورلکه سيمې ته د عملياتو له پاره راغلې وه چې رانسکوره کړل شوه.
مجاهد زیاتوي چې په دغه پيښه کې لسګونه بهرني عسکر وژل شوي او ټپيان دي، خو کره شميره يې نه ده معلومه او وايي چې په دې اړه به نور جزيات وروسته خپاره شي.
سرچينه زياتوي چې سيمې ته د مړو او ټپيانو د انتقال له پاره نورې هليکوپترې رارسېدلي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي