برخه -څانګه : accidents, afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۰ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

روزګان کې ملکيان نه؛ اربکيان وژل شوي

آریانانیوز: طالبانو د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې د ولس او طالبانو پر وړاندې د اربکیانو جګړه کې د ملکي مرګ‌ژوبلې خبرونه بې اساسه بولي. دغه جګړه کې د څلورو مشهورو قومندانانو او د حکیم شجاعي د مرستیال په ګډون شاوخوا ۳۰ تنه اربکیان وژل شوي دي.


د مشرانو جرګې د شکایتونو اورېدو کمیسیون مشر حنیف حنفي وايي روزګان کې ځايي خلکو د طالبانو په ملاتړ د اربکیانو پر ضد وسله اخیستې.
حنفي چې ځايي اربکیان «نامسؤله وسله‌وال» بولي وايي، د خاص روزګان ولسوالۍ په کندلانو کې وروسته له هغه خلک مسلح د طالبانو تر څنګ ودرېدل، چې د حکیم شجاعي کسانو هغه مېرمن چې د دوی ساحې ته ور تښتېدلې وه او بېرته کورته راوستل شوې وه، په زور یو ځل بیا له ځان سره وړله.
د روزګان د امنیت امر عبدالقوي هم ورته څګرګندونې لري، هغه امریکا غږ ته ويلي، خلکو له طالبانو سره لاس یو کړی او له سیمې د شجاعي ټوپکیان شړي.
طالبان وايي مشهور جګړه مار حکیم شجاعي مرګونی ټپي شوی، خو د مړینې په اړه يې ډاډمنې څرګندونې نه‌شي کولی.
دوی په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې جګړه کې د قومندان عبدالله ملک، قومندان کمر، قومندان علي خان، قوعمندان عبدالخاق او د حکیم شجاعي مرستیال فکور هم وژل شوي دي.
افغان حکومت وايي ګڼو مېرمنو او ماشومانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې، خو طالبان وايي دا دعوه حقیقت نه لري.
«دا چې د ګوډاګۍ ادارې له لوري ځینو رسنیو ته ویل شوي چې په جګړه کې د مجاهدینو له لوري ښځې او ماشومان شهیدان شوي هیڅ حقیقت نه لري وژل شوي ټول اربکیان اوعسکر دي چې د غرونو په سرونو کې وژل شوي او وسله ورسره وه.»
ځايي سرچینې وايي چې د خاص روزګان په کندلان او جنګه ريغ سیمو کې لا هم جګړه روانه ده.

شریک یي کړئ!